سیمه ییز چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو کونړ ولایت کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د کب ۲۷ مه سهار د کونړ په مرکز اسعدآباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د ملي امنیت مدیر شفیع الله له کوره دفتر ته وران، چې نامعلومه کسانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.
نوموړي و ویل، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
تر پېښې وروسته یو شمېر کونړیانو په لاریون لاس پورې کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کونړ