د افغانستان د ملي امنیت ادارې د کابل پوهنتون یو استاد او دوه محصلان له داعش سره د همکارۍ او هغوی ته د جلب و جذب په تور نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په نیول شویو کسانو کې یو مبشر مسلمیار نومېږي، چې د پوهنتون استاد او د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول په تور نیول شوی.
ملي امنیت نیول شوي دوه تنه محصلان احمد طارق او احمد فاروق ښيي او وایي په دې تور نیول شوي، چې د څو چاودنو په برابرولو او تنظیمولو کې یې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوو نیول شویو محصلانو اعتراف کړی چې د ظاهر داعي، محمد معروف راسخ، مبشر مسلمیار او عبیدالله متوکل له لوري داعش ډلې ته جذب شوي وو.
سرچینه زیاتوي، تورنو محصلانو منلې چې د دوی جذبوونکو لومړی سلفیت یا وهابیت ته ورمات کړي او بیا یې د داعش تبلیغ ورته کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې ابوعبیدالله متوکل یې پخوا په کابل کې د داعش د جلب و جذب د مسوول په تور نیولی و.
د یادونې ده، چې ملي امنیت تېره اوونۍ د کابل پوهنتون دوه استادان عبدالظاهر داعي او معروف راسخ داعش او القاعده ته د تبلغ او ترویج په تور ونیول.
لوړو زده کړو وزارت هم د دغه استادانو د نیونې پخلی کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل