افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، امریکايي ځواکونه به شرایطو ته په پام له افغانستان وځي او په دې اړه امریکا ډاډ ورته ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو واشنګټن کې په یوه اقتصادي کلب کې د خبرو پر مهال ویلي، چې تر ۲۰۲۰ پورې له افغانستان څخه ووځي.
پمپیو ویلي دا ورته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لارښونه ده او د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو پورې په دغه کار وشي.
خو ارګ وايي، پومپیو ډاډ ورکړی چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي، پمپیو دغه ډاډ ولسمشر غني ته په وروستيو ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل