نشنل انټرسټ نشریه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې وایي، که پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي نو افغانستان ته د امنیت او دایمي سولې راتګ خورا اسانه کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مطلب کې راغلي، د دې لپاره چې افغانستان کې جګړه د تل لپاره ختمه شي، پکار ده، چې واشنګټن پر اسلام آباد او ریاض فشار راولي، څو د طالبانو مالي سرچینې وچې شي.
سرچینې په ټینګار سره ویلي، که پاکستان د طالبانو ملاتړ پرېږدي، نو افغانستان ته د امنیت او دایمي سولې راتګ خورا اسانه کېږي.
په ورته وخت کې سرچینه وایي، دا یو ښکاره حقیقت دی، چې امریکا به د اوږد مهال لپاره په افغانستان کې حضور ولري، خو په وینا یې د دغه حضور لپاره اړینه ده، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته وضاحت ورکړي.
د نشریې په باور د افغانستان د ګاونډیو اندېښنې هم مهمې دي، که امریکا په افغانستان کې د نظامي اډو او حضور غوښتونکې ده، نو مهمه خبره دا ده چې د دغه هېواد ګاونډیان ډاډه کړي او خپل پلانونه ورته واضح کړي.
سرچینه وايي، تر هغه چې د افغانستان ګاونډيان د امریکا له حضور اندېښمن وي، نو د وسله والو ډلو ملاتړ به هم کېږي او دلته به جګړه هم ختمه نه شي.
او دغه راز که امریکا له افغانستان وځي نو د دغه هېواد هر ګاونډی به هڅه کوي چې په دې هېواد کې مداخله وکړي او خپلې موخې تعقیب کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل