د عدلیې وزارت د پستي قانون طرحه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عدلیې وزیر عبدالبصر انور نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه ولسي جرګې ته ورغلی و او دغه قانوني طرحه یې د جرګې په عمومي غونډه کې معرفي کړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې مخکنی قانون په هېواد کې د پستي معیاري خدمتونو د وړاندې کولو جوګه نه و، خو د نوي قانون طرحه د وخت له غوښتنو سره سمه جوړه شوې ده.
د هغه په وینا د نوي پستي قانون طرحه د پستي خدمتونو د معیاري او پراخه کېدو، د مصونیت او محرومیت، د پستي اداراتو تر منځ د سالم رقابت، د کیفیت د ښه والي لپاره د معلوماتي ټیکنالوژۍ پر مټ جوړه شوې ده.
د عدلیې وزیر ټینګار وکړ، چې دغه طرحه د لوړ ارزښت لرونکې ده او تمه ده، چې د ولسي جرګې له خوا ژر تصویب شي.
د یادونې ده، چې د پستي خدماتونو قانون نوې طرحه ۸ څپرکیه او ۳۸ مادې لري، چې وړاندې د حکومت د کابینې له خوا هم تایید شوې.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني