د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، که تر راتلونکي دوبي پورې سوله ونه شي طالبان به د هوایي دفاع وسلې تر لاسه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نبیل په یوه ټوېت کې دغه ادعا کړې او ټینګار یې کړي، چې طالبان تر ټولو پرمختللې وسلې تر لاسه کوي او دا ډله د ۱۸ کلنې جګړې په اوږدو کې تر ټولو خطرناکه او پېچلي پړاو ته ننوتونکې ده.
هغه د سیمې وروستیو تحولاتو ته په اشارې وايي، که که د سولې پروسه ژر تر ژره نتیجه ور نه کړي طالبان به د هوايي دفاع پرمختللې وسلې ترلاسه کړي.
نبیل په تینګار سره زیاته کړې که د سولې هوکړه تر راتلونکي دوبي پورې ونه شي او افغان سیاسیون د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته نه کړي نو دا به له امکان څخه بهر خبره نه وي چې طالبان به مینپاډ ( د هواي دفاع لپاره انسان وړونکی سیسټم) ترلاسه کړي او ورسره به افغان جګړه تر ټولو خطرناک پړاو ته داخله شي.
نوموړي ویلي، افغانان باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ورکړ او ژر تر ژره د راتلونکو ګواښونو څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره لاس په کار شي.
جمهورخبري آژانس:کابل