د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې سره په کرونا ناورغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳۵۹۴ تنو ته ورسېده.
دغه راز وزارت وايي، په تېره شپه ورځ کې له کرونا ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ورسره د مړو شمېر ۹۳۷ تنو ته ورسېده.
او دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر کسان له دغه ناروغۍ روغ شوي، چې ورسره د ټولو روغو کسانو شمېر ۲۰۷۰۰ تنو ته ورسېده.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض