د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دی د دې لپاره قطر کې دی، چې د امریکا او طالبانو هوکړه عملي کړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هوکړې د عملي کېدو او بین الافغاني خبرو پایلې ته د رسېدو او پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی کم کړای شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا به له خپل فشار استفاده وکړي څو دواړه لوري د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته اړ کړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې امریکا په بین الافغاني خبرو کې پر دواړو لورو د خپلو خبرو د منلو لپاره له هر ډول فشار څخه کار اخیستی شي.
خلیلزاد ویلي، د دې کار د عملي کولو لپاره ګڼې لارې شته خو په سر کې یې دیپلوماتکي هڅې دي، نو دواړه لوري باید یو پر بل د خبرو له منلو ډډه وکړي، بلکې یو بل ته قناعت ورکړي.
دی وايي، طالبان باید په دې پوه شي چې د افغانستان له رسمي اسلامي جمهوري حکومت سره خبرې کوي او باید ټولو اصولو ته پام وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي روان مذاکرات د ټول افغانستان لپاره یو غوره فرصت بللی دی او له طالبانو یې هم غوښتي چې د فرصت د ضایع کولو مخنیوی وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل