د کورنیو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو په تېرو شپږ میاشتنیو بریدونو او چاودنو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت پرون چهارشنبې د لړم ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۵۳ ځانمرګي بریدونه او ۱۲۵۰ ماین چاودنې او بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو په دغه بریدونو او چاودنو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان ځواکونو د طالبانو د دغه جنایت بدل په هلمند او کندهار کې له طالبانو واخیست.
امنیتي چارواکي وايي، د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې سلګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر په کې پاکستانیان هم وو.
طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت دغه اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل