د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جوبایډن د راتلونکي حکومت د کابینې ځینې غړي اعلان کړل، چې په کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کېري هم شتون لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن پرون دوشنبې د راتلونکي حکومت لپاره د خپل ملي امنیت او بهرني سیاست ټیم معرفي کړی دی.
د نوي ولسمشر پر وېپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بایډن انتوني بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر او جیک سالیفن د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکلي دي.
دغه راز یې لیندا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې او جان کیري په اقلیمي چارو کې د ولسمشر ځانکړی استازی او د ملي امنیت شورا غړی اعلان کړی دی.
جان کېري د اوباما د ولسشمرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و، چې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ جوړجاړی هم وکړ او اجرائیه ریاست رامنځ ته شو.
همدارنګه بایډن اوریل هاینس ته د ملي استخباراتو مرستیالي ورکړې او دا به لومړنۍ ښځه وي چې دا چوکۍ ورکول کېږي.
بایډن د خپلې کابینې د غړو اعلان پر داسې مهال کوي، چې د راتلونکي ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې په ۲۰ مه د ټرمپ دوره پای ته رسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل