د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستاني زندانیانو د خلاصون په اړه د ولسمشر غني په پرېکړه نیوکه کړې وايي، افغان حکومت سلګونه پاکستاني ترهګر آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر سفر څو ورځې وروسته پرون یکشنبې د لیندۍ ۲ مه د یو شمېر پاکستاني زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړ.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د ښاغلي غني پر دغه فرمان نیوکه کړې او پر خپل ټوېټر پاڼه یې یلکي، چې د حکومت مشرتابه سلګونه پاکستاني ترهګر چې د زرګونو افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي د پاکستان څارګرې ادارې آی اس آی ته په رشوت کې ورپرېږدي.
نوموړي په همدې تړاو د ولسمشر غني فرمان هم خپور کړی او لیکلي یې دي«په خواشنۍ سره ډاکتر اشرف غني د طالبانو د خوشي کولو سربېره، په واک کې د پاتې کېدو په خاطر د افغانستان لپاره د ستونزو د زیاتولو په منبع بدله شوې، نه دا چې د افغانستان ستونزې کمې کړي.
نبیل وايي، ډاډه دی، چې اسلم فاروقي او سلګونه نور پاکستاني ترهګر چې د زرګونو افغانانو یې په شهادت رسولي د رشوت په بدل کې آی اس آی ته ورپرېښودل کېږي.
اسلم فاروقي چې پاکستانی دی په افغانستان کې د داعش د خرسان څانګې مشر و، چې د افغانستان ملي امنیت واکونو په کندهار ولایت کې د داعش ډلې له څو نورو برجسته غړو سره یو ځای ونیوه.
د فاروقي تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته پاکستان له افغان حکومته وغوښتل چې فاروقي دوی ته وسپاري، خو افغان حکومت یې دا غوښتنه رد کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل