د ولسي جرګې غړی روح الله خانزاده د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د کندهار د نوي والي توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، ښاغلي خانزاده د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ولسمشر په منظوری د کندهار د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
روح الله خانزاده تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی وو.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د کندهار والي حیات الله حیات، خو ارګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې حیات ولرې له دندې لرې کړی شو.
بل خوا دا هم ویل کېږي، چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان هم له دغه دندې لرې او پر ځای یې فرید مشعل د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټال شوی دی.
سرچینې دا هم وايي، چې تادین خان د سرحدی ځواک د لوا د قوماندان په توګه ټاکل شوی، خو تر اوسه رسیمي سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل