روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د سلواغې ۲۰ مه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې د پروان پوهنتون مخې ته شوې ده.
د پروان د ملکي روغتون رییس عبدلقاسم سنګین وايي، د پېښې له ځای څخه تر اوسه یو جسد او پنځه تنه ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.
دی زیاتوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوره شي.
تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل