سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې د هرات – کندهار پر لویه لار د سړک د غاړې ماین چاودنه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د کب ۴ مه پر یاده لویه لار د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ولسي وګړو موټر له هرات څخه د کندهار په لور روان و، چې د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې یې موږ د سړک د غاړې خښ شوي ماین برابر شوی دی.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند رفیق شېرزی وايي، په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ملکي روغتون ته راوړل شوي دي.
د هغه په وینا په ټپیانو کې یو ماشوم، درې ښځې او یو نارینه شامل دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیتسی.
جمهورخبري آژانس:هرات