سیمه ییز امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې پکتیا ولایت کې له پاکستانه را اوښتونکو طالبانو باندې واوره او غر ښویدلی او ۲۵ تنه یې ترې مړه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي امنیتي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره شپه (د کب ۲۴مه) د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ د زغنې تنګي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
تېره شپه د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالي د زغني تنګي په سیمه کې د غر ښويدو پېښه کې ۲۵ وسله وال طالبان مړه شوي دي.
د پکتيا د امنيه قومنداني وياند محمد لعل اميري ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د وسله والو طالبانو همدې ۲۵ کسيزې ډلې غوښتل د زغنې له لارې له ګاونډي پاکستان څخه پکتيا ولايت ته را واوړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه طالبانو د راوښتو پر مهال له غره څخه فرف کوچ پرې راغلی او ۲۵ تنه یې مړه کړي دي.
د پکتيا د امنيه قومنداني وياند وايي، پېښه کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ځينې مهم قومندان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنيو ته څه ندي ويلي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا