د افغان پوځ مسوولین تاییدوي، چې د تندر قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه د لوګر ولایت په خضر بازار کې رامنځ ته شوې ده.
پکتیا کې د تندر اقول اردو ویاند ایمل موند وايي، د دویمې سرحدي لوا دسرتیزوال ډګروال فریدون فیاض له کابله پکتیا ته روان، چې د لوګر د خضر بازار کې پر وسله والو طالبانو برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې ډګروال فریدون فیاض وژل شوی دی.
د تندر قول اردو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه طالبانو هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا