نیویارک ټایمز ورځپاټې په یوه مطلب کې ویلي، امریکا هڅه کوي، چې له بېلو لارو فشار راولي څو په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر هل مخې دغه ورځې زیاتې کړې د امریکا د دې هڅې موخه دا ده، تر چې دوی ته زمینه برابره شي چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
د ورځپاڼې په مطلب کې ویل شوي، که امریکا په راتلونکو څو اونیو کې د تاوتریخوالي پر کمولو او یا د سرتېرو ایستلو ته د زمینې پر برابرولو بریالۍ نه شي نو دا به د بایډن د واکمنۍ لومړنۍ ماتې وي.
په ورته وخت سرچینه وايي، طالبانو خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلې نېټې بهرني ځواکونه له افغانستان و نه وځي دوی به جګړې شدیدې کړي، چې دا به د بایډن پر حکومت یو فشار وي او ښایي د سولې هڅې له خنډ او ماتې سره مخ کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل