سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د ښوونځي د دوه زده کوونکو د کورنیو تر منځ جګړه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د وري ۲۱ مه د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د ښار د اشتر په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د شینوارو ولسوالۍ ولسوال محمد اکوګل محمدي وايي، د ښوونځي د دوه زړه کوونکو تر منځ لومړی لفظي شخره شوې او وروسته دغه شخره د دواړو د کورنیو تر منځ په وسله واله نښته اوښتې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه نښته کې له دواړو لورو دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
ولسوال وايي، د دغه کورنیو تر منځ پخوا هم دښمني وه.
جمهورخبري آژانس:کابل