د چارو اداره وايي، هغه افغان سکان چې په دې ورستیو کې هند ته مهاجر شوي و بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي نن شنبه د غوايي ۱۸ مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د افغان سکانو هغه شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ چې په دې وروستیو کې هند ته مهاجر شوي و، له ډلې یې ۳۰ هغه بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.
ښاغلي فضلي زیاته کړې«له دوی سره په متواتر ډول په تماس کې یو، شا او خوا دېرش کورنۍ یې بېرته هېواد ته راستنې شوي او ډېر ژر به نورې کورنۍ هم خپل هېواد ته راستنې او له ځانګړو مرستو برخمنې شي.»
د فضل محمود فضلي په خبره چې دغو افغانانو ته به په کور د ننه د هوسا ژوند اسانتاوې برابرې شي، ځکه افغان سکانو تل له افغانستان او جمهوریت څخه دفاع کړې او دغه راز خپله وطني مینه یې په عمل کې ثابته کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل