د بهرنیو چارو وزارت وايي، غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند ګران هېواد وویلي، اسحق زی به ډېر ژر ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه خپله دنده پیل کړي.
د یادونې ده، چې اسحق زی له ۲۰۱۶ کال راهیسې تر نن پورې آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د انکشافي برخې د استازي په توګه دنده مخ ته وړله.
له ده وړاندې عادله راز ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې دنده درلوده چې ویل کېږي اوس هغه امریکا کې د افغان سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل