د ننګرهار امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر د لېږدونکي او یوه تبلیغاتي مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د غبرګولي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه دوه غړي، د مرکز جلال آباد ښار او شینوارو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، نیول شویو کسانو کې يو هغه یو ځانمرګی بريدګر انتقالوه او بل تبليغاتي مسئول و چې د ملي امنيت له لوري ونيول شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار