د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا ۱۸۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، له پرون راهیسې د کرونا له امله ۵۶ کسان مړه شوي او ۴۰۹ نور بیا روغ شوي دي.
د وزارت په وینا تر اوسه په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۷ زره او ۷۱۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳۴۱۲ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي وو، چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې کورونا وبا لا پراختیا ومومي.
هغه له هېوادوالو غوښتي وو،چې د دغه ویروس د دریېمې او خطرناکې څپې د پراخېدو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل