د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې په ګټه دی او پاکستان باید له دغه هېواد سره ښې اړیکې جوړې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شریف دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره په لندن کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
د ملي امنیت شورا د نواز شریف له قوله وايي، افغانستان ته د ثبات په راتګ ټوله سیمه له امنیت او پرمختګ برخمنېدای شي.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې پاکستان باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او دواړه هېوادونه کولی شي د متقابل درناوي له لارې خپلې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.
نواز شریف ټینګار کړي، چې افغانستان په سیمه کې مهم هېواد دی او د دغه هېواد په ثبات او امنیت سره به ټولې سیمې ته پرمختګ راشي.
د نواز شریف په وینا پکستان باید له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي او په سیمه کې دې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل