د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا ټولو دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی، چې میاشتنۍ معاش به یې په منظم ډول ورکول کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون جمعه د وږي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دولتي کارمندانو د معاشاتو د اجراء په پروسه کې چې ځينې تخنيکي ستونزې رامنځته شوې وې د دې وزارت په پوره هڅو سره د له منځه تلو په حال کې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې برخه کې د اړوند ادارو سره په جدي ډول د دې مسئلې د ژر حل کېدو په تړاو هڅې روانې دي.
د مالیې وزارت ټول دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو ته دې په ورځني ډول حاضره اوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل