د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او د افغانستان په اړه غږېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او قریشي لیدنه تېره شپه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له یو بل سره لیدلي دي.
قریشي ویلي، په دغه لیدنه کې یې په افغانستان کې د انساني بحران په اړه د پاکستان اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.
نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له خلیلزاد سره یې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې او په دغه هېواد کې یې د انساني ناورین په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي هڅو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانانو سره مرستې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل