د افغانستان اسلامي امارت په بهر کې د پخواني افغان حکومت د یو شمېر غړیو او سیاسي رهبرانو چې نومونه یې نه و اخستل شوي او د حکومت اعلان یې کړی و، غبرګون ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړی او د دوی له خوا ملګرو ملتونو ته ورمعرفي شوي استازي سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې طالبانو د افغانستان د خلکو رښتیني استازي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کابل اداره نور وجود نه لري او د افغانستان اسلامي امارت د افغانانو رښتینی او واقعي استازی دی.
ښاغلي شاهین ویلي«د کابل اداره نور نشته، د دولت هېڅ اجزاوې د دوی په لاس کې نه دي، بلکې د افغانستان د اسلامي امارت په لاس کې دي.»
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې په ژنیو کې د افغانستان د سیاسي استازولی څخه یوه خبر پاڼه خپره شوه او په کې یې د حکومت اعلان کړی وو.
دغه اعلامیه کې ویل شوي و چې دوی په ډېر ژر د خپل حکومت ځای ځایګی په ډاګه کړي خو د هېچا نوم یې هم نه و اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل