د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوي د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر مارټن لونګډن سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو تر منځ دغه لیدنه په دوحه کې شوې او د افغانستان بشري، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو باندي يې خبرې وکړې.
افغان لوري د امنيت ډاډ ورکړ او ویې ويل چې د افغانستان له نړیوالو سره مثبت اړیکي غواړي او همدارنګ غوښتنه وشوه چې د روغتیا په برخه کې بايد شفافې او عاجلې مرستي وشې.
په پاي کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې داسې خبرو اترو ته به دوام ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل