نیوزیلنډي چارواکو تایید کړې، چې دوی د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش او د هغه کورنۍ ته د نیوزلنډ تابعیت ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي فیل توفورد ویلي، له دانش سره یو ځای د هغه د کورنۍ ۱۳ غړو ته هم تابعیت ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د بشري حقونو په اړه د دانش دريځ د ده او د هغه د کورنۍ د پناه ورکولو عمده دليل يې دی.
سرچينې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې سرور دانش د حکومت تر سقوط وروته لومړی ایران، بیا ترکیې او له هغه ځایه نیوزیلنډ ته ولاړ.
جمهورخبري آژانس:کابل