د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت مخ په لوېدو دی او دا مهال یو ډالر د ۹۲ افغانیو سره تبادله کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک چارواکو هم د افغانۍ د ارزښت د لوېدو خبر تایید کړی وایي، افغانۍ د ټېکاو پر لور ده او ارزښت یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې مخ پر زیاتېدو دی.
د راپورونو پر اساس دمګړی په بازارونو کې یو ډالر په ۹۲ او ۹۳ افغانیو تبادله کېږي او اټکل کېږي چې د افغانۍ ارزښت تر دې هم لوړ شي.
تر دې وړاندې ډالر د افغانیو په بدل کې کابو پر ۱۰۵ افغانۍ تبادله کېده.
د نوي حکومت په راتګ سره په بازارونو کې د ډالر د کمښت له امله افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی و، خو مرکزي بانک وایي دوی هڅه کوي د افغانۍ نرخ ثابت وساتي او په دې برخه کې د مافیايي کړیو د لاسوهنو مخنیوی وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل