د افغانستان اسلامي امارت چارواکو له قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د هر اړخیزه اړیکو پر پراختیا او ټینګښت خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حفني پرون چهارشنبې د کب ۴ مه کابل کې د قطر له سفیر سعد بن مبارک سره کتلي دي.
امارت وايي، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د تجارتي تعامل پر ډېرېدو او د پانګونې لپاره د زمینې پر برابرولو خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي حنفي له قطر هېواد څخه د بشردوستانه مرستو د جلب په برخه کې هم د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې واک ته د امارت تر رسېدو وروسته قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې راشه درشه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل