پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې له افغانستان سره مرسته شوي ۳۶۰۰ ټنه غنم یې تورخم کې د اسلامي امارت مسوولینو ته سپارلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان تېره شپه د کب ۹ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري ۳۶۰۰ ټنه غنم د مرستې په توګه پرون د اسلامي امارت مسوولینو ته د تورخم په ښار کې وسپارل شول.
دی وايي، پاکستان ژمن دی، چې ۱۱۲ ټنه نور طبي او خوراکي توکي هم له افغانستان سره مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل