وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې متحده ایالاتو په متحده عربي اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ستنیږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ ورځپاڼه زیاته کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د پناه غوښتونکو دوسیې به وڅېړي او له هغوی یې وغوښتل چې افغانستان ته له ستنېدو ډډه وکړي.
سرچینې ویلي«موږ ټول افغانان چې د متحده عربي اماراتو د امترین په ښارګوټي کې ژوند کوي هڅوو چې بېرته افغانستان ته نه راګرځي. موږ د دوی د دوسیو بیا کتنه کوو ترڅو معلومه کړو چې څوک متحده ایالاتو یا نورو هېوادونو ته د راتلو وړ دي.»
د دغه وزارت په وینا، امریکا له نورو هېوادونو سره هم په خبرو بوخته ده چې هغه افغانان ومني چې امریکا ته د راتلو وړ نه دي.
د یادونې ده، شاوخوا لس زره افغانان په داسې حال کې چې طالبانو د کابل واکمني ونیوله، د ویستلو په الوتنو کې متحده عربي اماراتو ته واستول شول.
پناه غوښتونکو هم په دې وروستیو کې د خپل وضعیت په اړه اعتراض کړی دی او ویلي یې دي، چې امریکا دوی بې برخلیکه پرېښي دي.
جمهر خبري آژانس – کابل