د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې راتلونکو څلورو کلونو کې به ۱۶ نیم زره نورو افغان کډوالو ته هم په خپل هېواد کې پناه ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد حکومت پرون د افغان کډوالو لپاره د پناه ورکولو په هدف د بودیجې منظورېدو سره موافقه وکړه.
آسترالیایي چارواکو ویلي دي چې دا رقم پر هغو ۱۳۷۵۰ کسانو اضافه دی چې د کلني بشري پروګرام په چوکات کې په مجموع د هغه هیواد له خوا منل کیږي.
د آسترالیا د کډوالو وزیر الکس هاواک په حواله ویلي دي چې دا اقدام په افغانستان کې د آسترالیا د دوو لسیزو فعالیت وروسته زموږ له پایه داره تعهد څخه د مننې په منظور کېږي.
د آسترالیا د پخوانی تعهد له مخې، دې هېواد په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال منل.
د آسترالیا حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۶۵۰۰ اضافه افغان کډوالو د منلو لپاره ۶۶۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل