د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سیمې پر هېوادونو غږ کړي، چې د نویو رامنځ ته شویو فرصتونه څخه باید د ټولو په ګټه استفاده وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متقي دغه څرګندونې د ازبکستان او قزاقستان له سفیرانو او د ترکنمستان او قرغزستان له استازو سره په لیدنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي دغه لیدنه کې د مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي د افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصاي اتصال خبرې او ټینګار یې کړی، چې له نویو فرصتونو باید د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي.
د مرکزي اسیا سفیرانو او استازو هم په خپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزېټ، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل