د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي، حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي.
ریان وایي، د دوی حکومت په ټولو نورو برخو کې د ښو مشورو ورکړې او همکاریو ته اړتیا لري، خو په خبره یې د دوی ګواښونه ورته د منلو نه دي.
نوموړی دا خبره وروسته له هغې کوي، چې د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندوالي په اړه باید له طالبانو سره جدي حساب وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل