د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې یوې لوړپوړې چارواکې انتا ریبارن وايي، په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی نو له همدې امله د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ریبارن زیاته کړې، په افغانستان کې هره ورځ زرګونه ماشومان د ښوونځي پر ځای په بازارونو کې لارو او سړکونو ته وځي او هڅه کوي د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پيدا کړي.
نوموړې له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بللی و او د مرستو غوښتنه یې کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل