۰

بدخشان: ترافيکي پېښې کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
 د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان: ترافيکي پېښې کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
 د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ حکمت الله محمدي د يکشنبې په ورځ د جوزا په ٢٠مه وويل: په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه مړه او اووه تنه نور ټپيان شول.

د محمدي په خبره، دا پېښه تېره شپه لس بجې د دې ولایت د پلازمینې "یفتل" ولسوالۍ په "درن اب سبات" سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د دغې پيښې علت له سړک څخه ديو لینډ کروزر ډوله موټر چپه کيدل وو .

خبرځاى زياته کړه: دغه موټر له راغستان ولسوالۍ څخه د بدخشان مرکز فيض آباد ښار ته روان و.

د پیغام پای/
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *