۰

فاریاب کې ترافیکي پېښه ۱۵ تنه مړه او ټپیان شول

پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۵
په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
فاریاب کې ترافیکي پېښه ۱۵ تنه مړه او ټپیان شول
په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ٢٣مه؛ دا پېښه د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې یو فولډر ډوله موټر له یوه دیوال سره ټکر شوی دی.

ویل کېږي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *