۰

ننګرهار کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لس تنه مړه شوي دي

سی شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۳
په ننګرهار کې دولتي سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لس تنه مړه شوي دي.
ننګرهار کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لس تنه مړه شوي دي
په ننګرهار کې دولتي سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لس تنه مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچينې ویلي، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د مازيګر په نهو بجو د کوز کونړ ولسوالۍ په "كشكوت سر" كې رامنځته شوې ده. سرچينې زياته کړې، چې يوه بېړۍ په اوبو کې ډوبه شوې، چې شاوخوا ١٤ تنه سپاره وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او څلور نور ژغورل شوي دي. ویل کیږي چې د وژل شویو په منځ کې د ۴ تنو جسدونه موندل شوي او د ۶ تنو جسدونه لا هم نادرکه دي.

سرچينې زياته کړې، چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ځايي اوسېدونکي له سيند څخه د تېرېدو لپاره له کښتيو څخه کار اخلي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې ورته پېښه رامنځته شوې او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي