د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو په یوه برید کې د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې جبهې تېره شپه د تلې په ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې جبهې ځواکونو د تخار په مرکز تالقان کې د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک د څانګې د غړي ملا نورمحمد په موټر د ماین چاودنه کړې ده.
تېر مازدیګر د خبرځاى د څرګندونو له مخې په دې بريدکې مولوي نورمحمد ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه هدفمند او بریالي عملیات د تالقانو ښار د «ملا عبدالودود شهید عالي لېسې» مخې ته ترسره شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا نورمحمد "پدرزان" د تخار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان و.
د مقاومت جبهې وويل چې په دې بريد کې د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس