۰

کندهار: د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده

یکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۵
په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې د کندهار د شورابک ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې ده.
کندهار: د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده
په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې د کندهار د شورابک ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته نن د يکشنبې په ورځ (د تلې ١٥مه) د کندهار د شورابک ولسوالۍ په "نوشکي" او "کزنالي" سيمو کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه جګړه وروسته له هغه پيل شوه، چې پاکستاني پوځيانو د طالبانو له لوري د يوې سرحدي پوستې د جوړولو مخه ونيوله او د دې ډلې پر جنګياليو يې ډزې وکړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولې او له سيمې څخه د څو زورورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ویل کیږي چې د طالبانو د ۲۰۵ اتل قول اردو د جګړې سیمې ته نور جنګیالي استولي دي.

تر اوسه دواړو لورو ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. دغه راز دواړو لورو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونيو کې د هېواد په سوېل او ختيځو سرحدي سيمو کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پرله پسې نښتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي