۰

په ۳۲ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی

یکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۹
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده وايي، په ۳۲ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته.
په ۳۲ ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده وايي، په ۳۲ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

دغه ریاست نن یکشنبه د تلې په ۱۵ مه اعلان وکړ چې نن او سبا په بدخشان، نورستان، تخار، کنړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، کابل، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، سمنګان او سمنګان ولایتونو کې د اورښتونو لړۍ روانه ده. په میدان وردګو، غزني، بامیان، دایکندي، غور، بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان، بادغیس، هرات، فراه، کندهار، ارزګان، زابل او هلمند کې د باران او سیلابونو احتمال شته.

د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه د ۱۵ او ۴۵ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

په اعلاميه کې دا هم راغلي چې نن او سبا د هېواد په شمالي، سوېلي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې له دوړو سره د باد ورښت هم اټکل شوى دى.

د دغو بادونو سرعت به په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي