د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په روسیه کې د خپلو کتنو په لړ کې د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند له استازو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.
طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې، متقي په هېواد کې اوسنی امنیت د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ګټه بللی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې، په دې کتنه کې ځانګړو استازو له افغانستان سره د تعاملاتو او هر اړخیزو همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمت غونډه کې د طالبانو سره پر فعالانه تعامل ټينګار کړی و.
جمهورخبري آژانس