۰

طالبانو کابل کې یو خبریال نیولی دی

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۵
په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري د کابل په لویدیځ کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
طالبانو کابل کې یو خبریال نیولی دی
په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري د کابل په لویدیځ کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د ښاغلي انصاري ملګرو نن دوشنبه د تلې ۱۶ مه تایید کړه، چې نوموړی دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د ۱۳مې حوزې اړوند د "پل خاشق" له سیمې څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د دوی په وینا د ښاغلي انصاري کورنۍ لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

د ښاغلي انصاري د نیول کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په سلګونو خبریالان ګواښلي، نیولي او زنداني کړي دي.

دغې ډلې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر کار سخت بندیزونه لګولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي