د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د درې اړخیزو سیالیو د ترسره کولو او د اسیا د ملتونو په جام کې د ګډون لپاره عمان ته روانه شوه.
د هېواد کرکټ بورډ اعلان وکړ چې لوبډله یې نن سهار د تلې ۱۶ مه له کابله د عمان په لور روانه شوه.
په اعلاميه کې راغلي چې ملي لوبډلې د اسيايي هېوادونو د جام له پيل مخکې په کابل کې تمريناتي کمپ ترسره کړ.
د اعلاميې پر بنسټ، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به په عمان کې د هانګ کانګ او د عمان د ټيمونو کوربه وي.
د يادونې وړ ده، چې د کرکټ د ملي لوبډلې رسمي سيالۍ په افغانستان کې د شرايطو د نشتوالي له امله نه ترسره کېږي.
جمهورخبري آژانس