په پنجشېر کې دولتي سرچينې وايي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغه ولايت په دره عبدالله خېلو ولسوالۍ کې پر کورونو تلاشي پيل کړي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د دره عبدالله خېلو ولسوالۍ د يوه قومي مشر په ګډون د پنځو کسانو د کورونو د نيولو هڅې کړې دي.
سرچينې په دغو کسانو کې څلور تنه بلبل شاه، ميراغا، حيدر او صفدر قاريادر ياد کړي دي. ویل شوي، چې دغه نیونې او پر کورونو چاپې د جمعې په شپه د عبدالله خېلو دره کې د طالبانو پر یوه کمپ له چاودنې وروسته پیل شوې.
دوه ورځې وړاندې د مقاومت جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې د جمعې په ماښام د دوی ځواکونو د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ چې په ترڅ کې یې د طالبانو د ډلې ۱۳ تنه غړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبرپانې له مخې دغه برید د پنجشیر ولایت د محمد بیګ خېلو په کلي کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د ځانګړي کنډک د څلورم کنډک د تولي په دریم کمپ ترسره شو.
په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې پر وړاندې د ملي مقاومت د جبهې تر ټولو خونړي بریدونه.
جمهورخبري آژانس