۰

بدخشان کې د ځمکې ښویېدو له امله تر لسو زیات کورونه ویجاړ شوي دي

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۷
د بدخشان ولایت سرچینې وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
بدخشان کې د ځمکې ښویېدو له امله تر لسو زیات کورونه ویجاړ شوي دي
د بدخشان ولایت سرچینې وايي، د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د ميزان په ١٦مه د يادې ولسوالۍ د "يدنيل کهنه"، "نوآباد يدنيل"، "مرچ شکولک" او "مرچ مارکيزي" په کليو کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې لس کورونه ويجاړ شوي او ٦٠ نور کورونه هم ويجاړ شوي دي.

ويل کيږي چې دغې پيښې د يادو کليو د اوسېدونکو لپاره له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په بدخشان کې ورته پېښو د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي