۰
عراقي عالمانو د آیت الله سیستاني ګواښ ته په غبرګون کې:

صهیونیسټ رژیم له داعش جنایتکارو ډلو سره همکاري کوي

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۵
د عراق د علماوو د ټولنې مشر د صهیونیسټ رژیم د ګواښونو په غبرګون کې د ایت الله سیستانی او نورو د وژلو په اړه وویل: دغه ګواښونه د دې ښودنه کوی چې اسرائیل زمونږ په خلاف د مذهبی جنګ اعلان کوی.
صهیونیسټ رژیم له داعش جنایتکارو ډلو سره همکاري کوي
د عراق د علماوو د ټولنې مشر د صهیونیسټ رژیم د ګواښونو په غبرګون کې د ایت الله سیستانی او نورو د وژلو په اړه وویل: دغه ګواښونه د دې ښودنه کوی چې اسرائیل زمونږ په خلاف د مذهبی جنګ اعلان کوی.

شیخ خالد الملا وویل صهیونیسټ رژیم هڅه کوی جنګ په داسې ډول بدل کړی چې یوه خاصه فرقه په نښه کوی.

دا به هیڅکله بریالی نشي. د المیادین په وینا د عراق د علماوو د ټولنې مشر ټینګار وکړ نیواکګر ځواکونه هڅه کوی د آیت الله سیستانی په وړاندې د خپلو ګواښونو له لارې جنګ پراخ کړی څو په غزه او لبنان کې خپلې ناکامۍ او جنایتونه پټ کړی.

د عراق د علماو مشر همدارنګ وویل صهیونیسټ رژیم د داعش له جنایتکارو ډلو سره ملګرتیا کوی. همغه ډلې چې ایت الله سیستاني یې پر ضد جنګېدل غوښتل.

هغه زیاته کړه: دغه غاصب رژیم خپل ټول کارتونه له لاسه ورکړی او اوس هڅه کوی چې له فرقه پالنې سره لوبې وکړی او مسلمانان سره بیل کړی.

شیخ خالد الملا زیاته کړه زمونږ علما ستر تکتیک لري او دغه نیواکګر رژیم نشي کولای چې آیت الله سیستاني فرزانه چې د جګړې په ختمولو کښې مخکښ وو ضرر نه شي رسولی.

د عراق د علماوو د ټولنې مشر تاکید وکړ چې مونږ له ښاغلی سیستانی او له هر هغه عالم سره چې د حق او باطل په وړاندې ودریږی، خپل بشپړ پیوستون اعلانوو.

د يادونې وړ ده چې د اسرائيلو 14 تلويزيوني چينل د مقاومت د محور د يو شمېر قوماندانانو او مشهورو کسانو عکسونه خپاره کړي او په عامه توګه يې د وژلو ګواښونه کړي دي.

په دې انځور کې د شیعه تقلید له چارواکو څخه د آیت الله سید علي سیستاني نوم او په نجف کې د اسلامي فقهې او اصولو استاد، سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي، د انصارالله غورځنګ مشر شیخ نعیم نومېږي.

په لبنان کې د حزب الله د عمومي منشي مرستیال قاسم، د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی السنور او د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان سردار اسماعیل قااني لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي