د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډلې د اسیا د ۲۰ اوریزو جام سیالیو په لړ کې د سریلانکا الف ملي لوبډلې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې تېره شپه د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوه.
لومړی د افغانستان الف لوبډلې د توپ وهنه وکړه. د لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغان لوبغاړي؛ دوی ۱۶۶ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.
په دویمه نیمايي کې د سریلانکا ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او د ۱۱ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
په دې لوبه کې د سریلانکا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۵۵ منډې جوړې کړې. باید وویل شي، چې د لوبې په دویمه نیمايي کې فریدون، بلال، غضنفر او شرف الدین په ترتیب سره ۳، ۳، ۲ او شرف الدین یوه یوه وېکټه واخیسته.
دا په عمان کې د کرکټ د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه وه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په همدې ګروپ کې له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره ده.
جمهورخبري آژانس