د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په تخار کې د طالب جنګیالیو پر یوه کمپ برید کړی دی.
دغې جبهې نن شنبه د تلې ۲۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو د میزان د ۲۶مې په شپه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو پر یوه کمپ برید کړی دی.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو طالب وژل شوى او د دغې ډلې درې تنه نور جنګيالي ټپيان شوي دي. د مقاومت جبهې زیاته کړه چې دغه برید د طالبانو د عمري قول اردو د پنځمې کنډک اړوند طالب جنګیالیو باندې شوی دی.
دغه جبهه وايي چې په دغه بريد کې د ترهګرو يو موټر سايکل هم له منځه تللى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
جمهورخبري آژانس